د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د پنجشنبې په ورځ د ويډيويي لينک له لارې د کوويډ-۱۹ واکسينو د همکارۍ په اړه د نړيوالې فورم لومړۍ غونډې ته په خپل پيغام کې ژمنه وکړه چې چين به د نړۍ لپاره د کوويډ-۱۹ واکسينونو دوه مليارډ ډوز او د کوواکس پروګرام لپاره سل مليونه ډالره ورکړي. دا د ناول کورونویرس پروړاندې په نړیواله مبارزه کې د چین وروستي مرستې دي؛هغه هیواد چې دمخه یې نړۍ ته د واکسین 700 ملیون ډوزونه چمتو کړي دي.